حماس د اسرائيلو له خوا د فلسطيني بنديانو د خوشې کولو د ځنډولو په غبرګون کې ټینګار کړی چې په غزه کې د اوربند هوکړې د نورو ...
د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور وايي، له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې د سروې او ډیزاین چارې بشپړې ...
د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د شپږ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت یو روغتیايي کلېنک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د سمنګان ځايي چارواکي وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې یې له مرکز ایبک او بېلابېلو ولسوالیو نږدې ۲۴۰ تنه سوالګر راټول او د مرستې په هدف اړونده ادارو ته ورپېژندلي دي.
د روغتیا وزارت د ۱۲۹ بېلابېلو مسلکي خالي بستونو لپاره د ازموینې له ۲۴۳ نوماندانو څخه د اداري اصلاحلاتو او ملکي خدمتونو تر څار لاندې الیکترونکي ازموینه واخیستل شوه.
یو هېوادوال د روژې په را نږدې کېدو سره وايي چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې روژې ته هېڅ چمتووالی نه دی نیولی او له مسوولو د لاسنیوي غوښتنه کوي.
په خوست کې يو شمېر معلولين وايي، د موقتي مرستو پر ځای دې د حرفوي او مسلکي زده‌کړو زمينه ورته برابره شي، څو د شته ستونزو د حل لپاره په خپله لاس په کار شي.